انصار: (دکب 25مه)، کابل ښاروالي مسوولین وايي، پر ښار بشپړ کنټرول لري او هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوي.
دوی وايي، د احتکار مخنیوي لپاره یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، چې په کې سوداګر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ خونې مسوولین ګډون لري.
د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، یاد کمېسون په بازار کې د عرضه او تقاضا د معلومولو ترڅنګ د احتکار مخنیوی کوي.
« په هیڅ عنوان چا ته د احتکار اجازه نه ورکوو؛ ځکه موږ ته عرضه او تقاضا معلومېږي، په دې هکله له موږ سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ خونې همکاري کوي، اوس د احتکار مخنیوي لپاره یو منظم او شفاف سیسټم جوړ شوی.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د روژې میاشتې په راتګ سره په بازارونو کې د هټۍوالو او سوداګرو له احتکار شکایت کوي.
کابل ښاروالي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لاهم کابل ښاریان په ښار کې له احتکار شکایت کوي.
دوی وايي، یو شمېر هټۍ وال او سوداګر لاهم احتکار کوي، چې دوی ته یې ګڼې اقتصادي ستونزې را ولاړې کړې دي.
د کابل اوسېدونکی احمد وايي:«ځیني خلک وايي چې لارې بندې دي، یا وايي چې مالیات لوړ شوي، خو داسې کومه خبره نشته، دا ټول د روژې میاشتې په راتګ سره کېږي.»
بل لور ته د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، دوی په وار وار له ټولو سوداګرو غوښتي چې د روژې میاشتې په خاطر د توکو بیې راټیټې کړي.
د یادې خونې ویاند جان آغا نوید کلید ته ویلی، لاهم په ښار کې د احتکار کوم راپور نه لري؛ خو که څوک احتکار وکړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي هم احتکار د ولس او حکومت په زیان بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30599